کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستاني رسنیو د خپلو چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پر يوې دولتي دفاعي ادارې او ۳ سوداګريزو شرکتونو باندې د امريکا د بندیزونو پرېکړه له تعصب ډکه ده.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر خپلې وېبپاڼې خپره کړې بيانیه کې ويلي، د پاکستان ستراتیژیکې وړتیاوې د خپل حاکمیت د دفاع او په جنوبي اسیا کې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره دي.
په بيان کې راغلي، د امريکا لخوا وروستي بنديزونه د سولې او امنیت هدف له پامه غورځوي او دا ډول تګلارې د سیمې او له هغې بهر د ستراتیژیک ثبات لپاره خطرناکې پایلې لري.
امريکا پرون وویل، پر پاکستان د لرې واټن باليسټیک توغندیو د پروګرام له امله نوي بندیزونه لګوي.
د امريکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر په یوه بیان کې زیاته کړې، چې دا بنديزونه د يو اجرايي امر له مخې د پاکستان د ملي پرمختیا ادارې او دريو شرکتونو لګول شوي، چې هدف يې “د ډله يیزې ویجاړۍ د وسلو پراخولو او د هغوی د وسیلو” مخنيوی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/