پاکستان په خپلو ۴ شرکتونو د امریکا د بندیزونو پرېکړه له تعصبه ډکه بللې

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستانی رسنیو د خپلو چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پر یوې دولتی دفاعی ادارې او ۳ سوداګریزو شرکتونو باندې د امریکا د بندیزونو پرېکړه له تعصب ډکه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر خپلې وېبپاڼې خپره کړې بیانیه کې ویلی، د پاکستان ستراتیژیکې وړتیاوې د خپل حاکمیت د دفاع او په جنوبی اسیا کې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره دی.

په بیان کې راغلی، د امریکا لخوا وروستی بندیزونه د سولې او امنیت هدف له پامه غورځوی او دا ډول تګلارې د سیمې او له هغې بهر د ستراتیژیک ثبات لپاره خطرناکې پایلې لری.

امریکا پرون وویل، پر پاکستان د لرې واټن بالیسټیک توغندیو د پروګرام له امله نوی بندیزونه لګوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر په یوه بیان کې زیاته کړې، چې دا بندیزونه د یو اجرایی امر له مخې د پاکستان د ملی پرمختیا ادارې او دریو شرکتونو لګول شوی، چې هدف یې “د ډله ییزې ویجاړۍ د وسلو پراخولو او د هغوی د وسیلو” مخنیوی دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.