کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۰مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان حکومت په ښوونځیو کې د میلیونونو ماشومانو د شاملولو لپاره پرون چهارشنبه بېړنی حالت اعلان کړ.
د خبر پر بنسټ، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف په اسلام آباد کې ویلی، چې حکومت یې ښوونځیو ته د ماشومانو د بېرته ستنولو له سختې ستونزې سره د مبارزې لپاره رسماً بېړنی حالت اعلانوی.
دغه اعلان حکومت ته د دې امکان ورکوی چې دغه ستونزې ته د اجندا په سر کې لومړیتوب ورکړی، بودیجه او نورې سرچینې ورته برابرې کړی.
پر اټومی وسلو سمبال پاکستان چې شاوخوا ۲۴۰ میلیونه نفوس لری، د لسیزو جګړو، سیاسی او اقتصادی بې ثباتۍ، بې وزلۍ او په دې وروستیو کې د اقلیمی بدلون د اغېزو له امله د زده کړو په برخه کې ډېر پاتې راغلی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ