کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستان کې افغان سفارت د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنرۍ یا UNHCR باندې نیوکه کړې، چې د کډوالو ستونزو ته په سمه توګه رسېدنه نه کوی.
د بی بی سی په حواله چې پاکستان کې افغان سفیر سردار احمد شکېب ورسره غږېدلی، ویل شوی چې UNHCR او دې ته ورته نورې ادارې چې د کډوالو په چارو کې کار کوی، نه یوازې دا چې افغان مسوولین د خپلو فعالیتونو او لګښتونو په اړه نه خبروی، بلکې د شته ستونزو په اړه چې افغان چارواکی ورسره اړیکه نیسی، هېڅ ځواب او همغږی نه کوی.
د سفیر په خبره دغه همکارو ادارو تر اوسه افغان مسوولینو سره رسمی تماس نه دی نیولی.
تېره ورځ ملګرو ملتونو اعلان وکړ، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر څه باندې ۳ نیم میلیونو ته رسېدلی دی، چې څه باندې اووه نیم لکه یې نا راجستر شوی کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
ــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳
گهیځ