پاکستان کې افغان کډوال د پولیسو له ناوړه چلنده شکایت کوی

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې تورخم کې د افغانستان او پاکستانی پوله ساتو ترمنځ له نښتې وروسته، په پاکستان کې ځینې مېشت افغان کډوال د دغه هېواد د پولیسو له بد او ناوړه چلنده شکایت لری.
د راپور پر بنسټ، پاکستان کې د افغان کډوالو شورا د دغه هېواد د پولیسو له لوری پر خپلسرو نیونو او ځورونو له نیوکې سره وایی: چې د پاکستان پولیسو په کراچۍ ښار کې څه باندې ۱۰۰ تنه افغانان بې‌ګناه نیولی، ځورولی او ربړولی دی.
بلخوا د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې ناقانونه کډوال به له خپل هېواده وباسی او ټینګار کوی، چې د کډوالو د بېرته ستنولو طرحه به خامخا عملی کوی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت بیا د افغان پناه غوښتونکو له کوربه هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان غواړی چې د کډوالو نړیوالو حقونو ته پام وکړی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دمګړۍ په پاکستان کې نږدې درې میلیونه افغان کډوال، په ایران کې هم شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال او په نورو هېوادونو کې شاوخوا یو میلیون افغان کډوال مېشت دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.