معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان کې تېره اګست میاشت تر ټولو خونړۍ میاشت وبلل شوه

پاکستان کې تېره اګست میاشت تر ټولو خونړۍ میاشت وبلل شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د څېړنې او امنیت د مطالعې مرکز، چې د پاکستان د امنیتي وضعیت په اړه راپورونه خپروي، په تازه راپور کې ویلي چې تېره اګست میاشت د ۲۰۱۸م کال له جولای را په دې خوا د دغه هېواد لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

دغه غیرحکومتي مرکز په خپل راپور کې ویلي، چې تېر اګست په بلوچستان ایالت کې تر معمول ډېرې امنیتي پېښې شوي، خو د ورتېرو میاشتو په پرتله خېبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو سیمو کې امنیتي پېښې یو څه کمې وې.

د څېړنې او امنیت د مطالعې مرکز زیاتوي، چې د خونړي اګست میاشتې په ترڅ کې د رسمي شمېرو له مخې ۲۵۴ تنه وژل شوي دي.

د دې مرکز د راپور پر اساس وژل شویو کسانو کې ۹۲ تنه ملکیان، ۵۴ پوځیان او ۱۰۸ نور وسلوال ښودل شوی دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس