پاکستان کې تېره اګست میاشت تر ټولو خونړۍ میاشت وبلل شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د څېړنې او امنیت د مطالعې مرکز، چې د پاکستان د امنیتی وضعیت په اړه راپورونه خپروی، په تازه راپور کې ویلی چې تېره اګست میاشت د ۲۰۱۸م کال له جولای را په دې خوا د دغه هېواد لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

دغه غیرحکومتی مرکز په خپل راپور کې ویلی، چې تېر اګست په بلوچستان ایالت کې تر معمول ډېرې امنیتی پېښې شوی، خو د ورتېرو میاشتو په پرتله خېبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو سیمو کې امنیتی پېښې یو څه کمې وې.

د څېړنې او امنیت د مطالعې مرکز زیاتوی، چې د خونړی اګست میاشتې په ترڅ کې د رسمی شمېرو له مخې ۲۵۴ تنه وژل شوی دی.

د دې مرکز د راپور پر اساس وژل شویو کسانو کې ۹۲ تنه ملکیان، ۵۴ پوځیان او ۱۰۸ نور وسلوال ښودل شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.