کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالی کمیشنرۍ ویلی، چې په تېره نومبر میاشت کې شاوخوا ۱۲۰۰ افغان کډوال په پاکستان کې نیول شوی دی.
د UNHCR له لوری په تازه راپور کې چې پرون خپور شوی، ویل شوی، دا په سږنی کال کې د افغان کډوالو د نیونو تر ټولو لوړه شمېره ده.
د راپور له مخې پاکستانی امنیتی ځواکونو د روان ۲۰۲۴ کال له پیله له ۸۵۰۰ ډېر افغانان نیولی دی.
په ۲۰۲۳ کال کې چې پاکستانی چارواکو ناڅاپه له دې هېواده د افغان کډوالو د جبری وېستلو بهیر پیل کړ، له ۳۰ زرو زیات افغانان په زندانونو کې اچولی وو، چې د UNHCR په وینا نږدې ۲۶زره ۳۰۰ یې غیرقانونی او له ۴ زره ۳۰۰ ډېر نور هغه افغان کډوال وو، چې په دې هېواد کې د استوګنې قانونی اسناد یې درلودل.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ