معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / پاکستان کې درې مخکښو ګوندونو د خپل حکومت د جوړولو هڅې پیل کړي

پاکستان کې درې مخکښو ګوندونو د خپل حکومت د جوړولو هڅې پیل کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۲ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې وروسته له هغې چې د پاکستان ټاکنو کمېسیون اعلان وکړ، چې هېڅ ګوند نه‌ دی توانېدلی، په پارلمان کې غوڅ اکثریت چوکۍ خپلې کړي، اوس پاکستانۍ رسنۍ وایي چې مسلم لیګ‌ ن او پیپلز ګوندونو د ګډ حکومت او د تحریک انصاف ګوند له ملاتړه برخمنه ازادو بریالیو نوماندانو بیا د خپل حکومت جوړولو هڅې پیل کړي دي.

جیوز نیوز رسنۍ خبر ورکړی، چې تمه ده نن د مسلم لیګ‌ ن مشر نواز شریف او د پیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري د ګډ حکومت د جوړېدو په اړه په اختلافي مسایلو خبرې کړي.

بل لور د تحریک انصاف ګوند سرپرست مشر ګوهر علي خان بیا تېره ورځ اسلام‌ آباد کې رسنیو سره د خبرو پرمهال ادعا کړې، چې د دوی خپلواکو نوماندانو اکثریت چوکۍ ګټلي او د پښتونخوا او پنجاب په ګډون به وفاقي حکومت هم د دوی وي.

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د رسمي معلوماتو پر بنسټ، د پنجشنبې ورځې په پارلماني ټاکنو کې د تحریک انصاف ګوند له ملاتړه برخمنو خپلواکو نوماندانو ۹۲، مسلم لیګ ن ۷۶ او پیپلز ګوند ۵۴ چوکۍ ګټلي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس