کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې وروسته له هغې چې د پاکستان ټاکنو کمېسیون اعلان وکړ، چې هېڅ ګوند نه دی توانېدلی، په پارلمان کې غوڅ اکثریت چوکۍ خپلې کړی، اوس پاکستانۍ رسنۍ وایی چې مسلم لیګ ن او پیپلز ګوندونو د ګډ حکومت او د تحریک انصاف ګوند له ملاتړه برخمنه ازادو بریالیو نوماندانو بیا د خپل حکومت جوړولو هڅې پیل کړی دی.
جیوز نیوز رسنۍ خبر ورکړی، چې تمه ده نن د مسلم لیګ ن مشر نواز شریف او د پیپلز ګوند مشر اصف علی زرداری د ګډ حکومت د جوړېدو په اړه په اختلافی مسایلو خبرې کړی.
بل لور د تحریک انصاف ګوند سرپرست مشر ګوهر علی خان بیا تېره ورځ اسلام آباد کې رسنیو سره د خبرو پرمهال ادعا کړې، چې د دوی خپلواکو نوماندانو اکثریت چوکۍ ګټلی او د پښتونخوا او پنجاب په ګډون به وفاقی حکومت هم د دوی وی.
د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د رسمی معلوماتو پر بنسټ، د پنجشنبې ورځې په پارلمانی ټاکنو کې د تحریک انصاف ګوند له ملاتړه برخمنو خپلواکو نوماندانو ۹۲، مسلم لیګ ن ۷۶ او پیپلز ګوند ۵۴ چوکۍ ګټلی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ