کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبری آژانس خبر ورکړی، چې د پاکستان په وروستیو ټاکنو کې دوه پر نفوذه ګوندونه له ناکامۍ وروسته د ایتلافی حکومت په جوړېدو توافق ته رسیدلی دی.
د خبر پر بنسټ، د بلاول بوټو په مشرۍ د پیپلز ګوند او د نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ ګوند استازیو د تېرو لسو ورځو خبرو – اترو په ترڅ کې په دې هوکړه کړې، چې په دغه هېواد کې یو ایتلافی حکومت جوړ کړی.
د دې هوکړې له مخې به د نواز شریف ورور شهباز شریف د پاکستان د لومړی وزیر او اصف علی زرداری د ولسمشر په توګه وټاکل شی.
دا موافقه په داسې مهال کیږی، چې په پاکستان کې د فبرورۍ د اتمې په ټاکنو کې هېڅ سیاسی ګوند په پارلمان کې د اکثریت څوکیو په ګټلو ونه توانیده، خو د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند پلویانو بیا دغه ټاکنې له درغلیو ډکې بللی او په نیوکو یې اعتراضونه پیل کړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ