پاکستان کې د افغانانو پر بندیانېدو افغان خارجه وزارت غبرګون ښودلی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۱ مه نېټه):
که څه هم له یوه لوری پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمېشنرۍ د افغان کډوالو پر نیولو او بندی کولو اندېښنه ښودلې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د دې چارې له امله پاکستان باندې نیوکه کړی او هلته یې د افغانانو ځورولو باندې یې پاکستان ته خبرداری ورکړی.
وزارت ویلی چې هلته د افغانانو ځورول به د دواړو هېوادونو پر اړیکو ناوړې اغېزې پرې باسی.
بهرنیو چارو وزارت له پاکستانه غوښتی، چې ژر تر ژره دې هلته بندی افغانان آزاد کړی.
د پاکستانی پولیسو لخوا یو شمېر افغانان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دی، د ویزې نه لرلو له امله په بېلابېلو لارو ځوروی او بندیانوی.
پاکستان کې د افغانستان کونسلګرۍ ویلی، یو شمېر افغانان یې د پاکستان له زندانونو آزاد کړی او هڅه کوی چې نور بندیان شوی افغانان هم چارواکو سره د خبرو_اترو له لارې آزاد کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.