پاکستان کې د افغان زده‌ کړیالانو د ستونزو حل په اړه خبرې شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسلام آباد کې د افغانستان سرپرست سفیر سردار احمد شکېب د پاکستان لوړو زده کړو کمېسیون رییس ډاکټر مختار احمد سره پاکستان کې د افغان زده کړیالانو ستونزو پر حل خبرې کړی.

د خبر پر بنسټ دې کتنه کې د افغانستان سفیر تحصیلی بورسونه او وېزې، لیلیه او لنډ مهاله کورسونه د افغان زده کړیالانو اساسی ستونزې بللی او له پاکستان لوری یې په حل کې د مرستې غوښتنه کړې.

بل لور ډاکټر مختار احمد د افغان زده کړیالانو د ستونزو د حل ډاډ ورکړی او ویلی یې دی، اړتیا ده چې د افغانستان او پاکستان پوهنتونونه د ظرفیت جوړونې او تحصیلی اسانتیاوو په برخه کې باید له یو بل سره زیاته مرسته وکړی.

پاکستان کې د افغانستان سفارت له لوری د افغان زده کړیالانو د ستونزو حل لپاره داسې مهال هڅې پیل شوی، چې تر دې وړاندې هغوی پاکستان کې تحصیلی اسانتیاوو ته له نه لاسرسی شکایت کړی و.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.