معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د کډوالو وزیر کابل کې د پاکستان له شارژدافیر سره کتلی

پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د کډوالو وزیر کابل کې د پاکستان له شارژدافیر سره کتلی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۷ نېټه):
د راپورونو له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د پاکستان له شارژدافیر محمد جنید وزیر سره په کتنه کې د درې اړخیزو ناستو، افغان بندیانو، پر پوله د تلو_راتلو پرمهال د اسانتیاوو رامنځته کولو او د افغان کډوالو پر نورو ستونزو خبرې کړي.
دغو خبرو کې د کډوالو وزیر له پاکستاني لوري د هغو افغان کډوالو په اړه د لا نورو اسانتیاو غوښتنه کړې، چې غواړي د حج فریضې ادا کولو لپاره له پاکستان څخه افغانستان او له دې ځایه بیا سعودي عربستان ته سفر کوي.
دغه لیدنه کې پاکستاني لوري ژمنه کړې، چې یادې ستونزې به له اسلام آباد سره شریکې کړي او په اړه به یې لازم اقدامات وکړي.
هېره دې نۀ وي چې تر دې وړاندې د افغان کډوالو وزیر له ایراني لوري سره هم د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړې وې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس