معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان کې د افغان کډوالو د نيولو او وېستلو پر ضد لاریون وشو

پاکستان کې د افغان کډوالو د نيولو او وېستلو پر ضد لاریون وشو

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د بشري حقونو یوې ډلې په یوه احتجاجي لاریون کې د افغان کډوالو د نیولو او له پاکستان څخه د وېستلو د مخنیوي غوښتنه وکړه.
د راپور پر بنسټ، د کډوالو لپاره د عمل ګډې کمېټې د دې لاریون جوړونکو د افغان کډوالو وېستل د کرکې ډک او نا مسوولانه بللي دي.
د بشري حقونو د فعالانو دغه لاریون په کراچې ښار کې تر سره شو.
د کډوالو د حقونو دغه ډله وايي، پاکستان باید د افغانستان په بې ثباته کولو او د میلیونونو خلکو ژوند په خطر کې اچولو کې خپل رول ومني.
دغه بنسټ زیاتوي چې له اکتوبر میاشتې راهیسې تر ۳ لکه ډېر افغان کډوال په زور له پاکستانه وېستل شوي.
د کډوالو لپاره د عمل ګډې کمېټې د پاکستان له سرپرست حکومت څخه وغوښتل چې د کډوالو د وېستلو او ناقانونه نیولو بهیر سملاسي ودروي او د نیول شویو کډوالو لپاره دې د دغه هېواد له اساسي قانون سره سم د آزادې محکمې زمینه برابره کړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس