پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او وېستلو پر ضد لاریون وشو

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د بشری حقونو یوې ډلې په یوه احتجاجی لاریون کې د افغان کډوالو د نیولو او له پاکستان څخه د وېستلو د مخنیوی غوښتنه وکړه.
د راپور پر بنسټ، د کډوالو لپاره د عمل ګډې کمېټې د دې لاریون جوړونکو د افغان کډوالو وېستل د کرکې ډک او نا مسوولانه بللی دی.
د بشری حقونو د فعالانو دغه لاریون په کراچې ښار کې تر سره شو.
د کډوالو د حقونو دغه ډله وایی، پاکستان باید د افغانستان په بې ثباته کولو او د میلیونونو خلکو ژوند په خطر کې اچولو کې خپل رول ومنی.
دغه بنسټ زیاتوی چې له اکتوبر میاشتې راهیسې تر ۳ لکه ډېر افغان کډوال په زور له پاکستانه وېستل شوی.
د کډوالو لپاره د عمل ګډې کمېټې د پاکستان له سرپرست حکومت څخه وغوښتل چې د کډوالو د وېستلو او ناقانونه نیولو بهیر سملاسی ودروی او د نیول شویو کډوالو لپاره دې د دغه هېواد له اساسی قانون سره سم د آزادې محکمې زمینه برابره کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.