کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې په پاکستان کې ځینو افغان کډوالو ویلی، چې د کډوالو د وېستلو لپاره د پاکستان د لنډمهالی حکومت له لوری د ټاکل شوی ضرب الاجل له نږدې سره هم مهاله، په دغه هېواد کې د افغان کډوالو نیولو هم زور اخیستی دی.
د افغان کډوالو په وینا، د کډوالو وضعیت له پخوا ډېر ستونزمن شوی دی.
په ورته مهال د پاکستان په کراچۍ ښار کې د سرپرست حکومت کونسل عبدالجبار تخاری ویلی، د پاکستانی نظامیانو له خوا د افغان کډوالو ځورونه لا هم دوام لری.
د نوموړی په وینا، تېره یوه میاشت کې تر ۱۲۰ زره ډېر افغان کډوال له پاکستانه وتلی دی.
بلخوا د کډوالو د حقونو ځینی فعالان ټینګار کوی، چې سرپرست حکومت باید په ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړی.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د سرپرست حکومت د کونسل د شمېرو له مخې، اوسمهال څه باندې زر افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کې بندیان دی او تر ۵۰۰ ډېر نور کډوال له بندخونو آزاد شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ