پاکستان کې د اماراتو په مرسته د لومړی ځل لپاره مصنوعی باران تجربه شو

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۶  نېټه):

وروسته له هغې چې د پاکستان لاهور ښار د نړۍ په کچه تر ټولو ککړ ښار وپېژندل شو، پاکستانی چارواکو ویلی، چې د دغه هېواد په لاهور ښار کې یې د دغې هوا د ډېرې ککړتیا سره د مبارزې لپاره په لومړی ځل مصنوعی باران ورولی دی.

د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې دا باران د الوتکو په وسیله چې د باران ورېدو په ځانګړو وسایلو سمبالې وې، د لاهور ښار په څه باندې ۱۰ ځایونو ورول شوی دی.

پاکستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې هوا په کې ډېره ککړه وی او دا لومړی ځل دی چې د دې ستونزې د حل لپاره په کې د مصنوعی باران تجربه ترسره کیږی.

د پنجاب ولایت اعلی وزیر محسن نقوی ویلی، د مصنوعی باران ورېدو دا وسایل ورته د عربی متحده اماراتو لخوا د مرستې په توګه ورکړل شوی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.