پاکستان کې د روانو ناامنیو ډېرښت په اړه افغانستان سره ناندرۍ ډېرې شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۴ مه نېټه):
وروسته تر هغې چې پاکستان کې وسلوالو بریدونو زور واخېست، د پاکستان ملی امنیت شورا د لومړی وزیر په مشرۍ درې وروځو کې دوه وار بېړنۍ امنیتی غونډې وکړې.
په دغو غونډو کې دوی په غیر مستقیم ډول افغانستان باندې نیوکې وکړې چې ګنې افغان خاوره کې د پاکستان د حکومت خلاف وسلوال اوسیږی او دوی حق لری چې دغه وسلوال افغان خاوره کې نښه کړی او له منځه یې یوسی.
د دوی دغو څرګندونو ته دفاع وزیر تند غبرګون وښود او یادونه یې وکړه چې هېچاته اجازه نه ورکوی چې افغان خاوره د چا پر ضد استعمال کړی.
تر دې ناندریو وروسته تازه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله له یوه خصوصی ټلوېزیون سره په خبرو کې یو ځل بیا ادعا کړې چې پر دوی برید کوونکی له افغانستان څخه راځی.
نوموړی زیاته کړې چې په دې اړه شواهد هم له افغان لوری سره شریکوو.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی بیا پاکستان کې د وروستیو ناامنیو له امله په مستقیم او غیر مستقیم ډول افغانستان باندې د نیوکو په غبرګون کې ویلی، چې د پاکستان اوسنی حالات او ناامنۍ تر ډېره د پاکستان د حکومت د خپلو ناسمو پالیسیو زېږنده ده.
حامد کرزی زیاته کړې، پاکستان دې د دغو ناامنیو سره د موثرې او اغېزمنې مبارزې لپاره د خپلو تېرو څو لسیزو په پالیسیو باندې له سره غور وکړی او بدله دې کړی.
دې وروستیو کې د پاکستان پر پوځ بریدونو زور اخیستی چې له امله یې ګڼ شمېر پاکستانی پوځیان مړه او ژوبل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.