معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان کې د سندهـ له زندانه ۴۰ نور افغانان آزاد شول

پاکستان کې د سندهـ له زندانه ۴۰ نور افغانان آزاد شول

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۸ مه نېټه):
د کډوالو چارو وزارت د پاکستان د سیند ایالت له زندان څخه د ۴۰ افغانانو د خوشې کېدو خبر ورکوي.
یاد وزارت ویلي، چې په آزادو شویو افغان بندیانو کې څلور افغان کورنۍ هم شاملې دي.
دوی زیاته کړې، چې دغه افغانان په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او کډوالو اتشې په هڅو خوشې شوې دي.
د کډوالو چارو وزارت وړاندې ویلي، د پاکستان له زندان څخه تازه خوشي شوي افغانان به د سپین بولدک_چمن له لارې د افغان حکومت په لګښت هېواد ته ولېږدول شي.
دغه افغان زندانیان په داسې مهال آزادیږي، چې د مسوولینو په وینا د پاکستان د لندي او پچه زندانانونو څخه د نورو ۱۶۰ افغان کډوالو د خلاصولو هڅې هم روانې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس