پاکستان کې د سندهـ له زندانه ۴۰ نور افغانان آزاد شول

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۸ مه نېټه):
د کډوالو چارو وزارت د پاکستان د سیند ایالت له زندان څخه د ۴۰ افغانانو د خوشې کېدو خبر ورکوی.
یاد وزارت ویلی، چې په آزادو شویو افغان بندیانو کې څلور افغان کورنۍ هم شاملې دی.
دوی زیاته کړې، چې دغه افغانان په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او کډوالو اتشې په هڅو خوشې شوې دی.
د کډوالو چارو وزارت وړاندې ویلی، د پاکستان له زندان څخه تازه خوشی شوی افغانان به د سپین بولدک_چمن له لارې د افغان حکومت په لګښت هېواد ته ولېږدول شی.
دغه افغان زندانیان په داسې مهال آزادیږی، چې د مسوولینو په وینا د پاکستان د لندی او پچه زندانانونو څخه د نورو ۱۶۰ افغان کډوالو د خلاصولو هڅې هم روانې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.