کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلوچستان ایالت په سیف الله کلا او پشین سیمو کې دوو بېلابېلو چاودنو له امله د مرګ – ژوبلې شمېره لوړه شوې ده.
د خبر پر بنسټ ځایی مسوولینو ویلی، چې دغو دواړو چاودنو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۷ او د ټپیانو شمېر له ۴۰ تنو څخه پورته شوی دی.
ځایی سرچینو رسنیو ته ویلی، چې ټپیانو کې د یو شمېر کسانو روغتیایی وضعیت د اندېښنې وړ دی.
په سیف الله کلا کې چاودنه د یو خپلواک نوماند پر دفتر شوې او پشین کې بیا د عامو خلکو په منځ کې پېښه رامنځته شوې ده.
تر اوسه د دغو چاودنو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
دغه چاودنې په داسې مهال شوی، چې ټاکل شوې سبا په دغه هېواد کې عمومی پارلمانی ټاکنې ترسره شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ