کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستانی رسنیو وروستی راپورونه ښیی، چې اسلام آباد کې د تحریک انصاف ګوند د لاریونونو پر مهال د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ د اخ وډب کې یو پولیس وژل شوی او لسګونه نور ټپیان دی.
دغه لاریونونه چې له څو ورځو راهیسې روان دی، په ځینو ځایونو کې د تاوتریخوالی سبب شوی دی.
د عمران خان پلویان د هغه خوشې کېدل د حکومت سره د خبرو – اترو د پیل لپاره شرط بولی.
دوی ادعا کوی چې د عمران خان په بند کې ساتل د غیر قانونی او سیاسی انګېزو پایله ده.
حکومت د دې لاریونونو د مخنیوی لپاره سخت امنیتی تدابیر نیولی، خو د تحریک انصاف مشران وایی، د خلکو د غوښتنو د تحقق لپاره به خپل لاریونونه جاری وساتی.
د پاکستانی رسنیو وروستی راپورونو ښیی، چې د لاریونوالو کچه به په راتلونکو ورځو کې نوره هم لوړه شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ