پاکستان کې د عمران خان د نیولو پر سر وضعیت ترینګلی شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۴ مه نېټه):
رویټرز خبری آژانس راپور ورکړی، چې د پاکستان د پخوانی لومړی وزیر عمران خان پلویانو د عمران خان د نیولو د هڅو په غبرګون کې پولیسو سره نښتې کړی.
د دغې آژانس د خبر له مخې دغه نښته په لاهور کې د عمران خان کور ته څېرمه شوې، چې په کې د عمران خان پلویانو او پولیسو دواړه لورو کې یو شمېر کسان ټپیان شوی، خو د کره شمېر په اړه یې اطلاعات نه دی خپاره شوی.
رویټرز په دغه راپور کې زیاته کړې، چې پولیسو د عمران خان پر پلویانو برید کړی او اوښکې بهونکی ګاز یې کارولی دی.
دې وروستیو کې د اسلام آباد یوې محکمې د پاکستان د پخوانی لومړی وزیر عمران خان د نیولو امر کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.