پاکستان کې د عمران خان د پلویانو له لوری له تاوتریخوالی ډک لاریونونه په شدت سره روان دی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۰ نېټه):
وروسته تر هغې چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او جنجالی سیاستمدار عمران خان د دغه هېواد د فساد ضد ځواکونو له لوری اسلام آباد کې ونیول شو، د پاکستانۍ رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هېواد په لر او بر کې د نوموړی د پلویانو له لوری د تاوتریخوالی ډک لاریونونه پیل شوی دی.
اسلام آباد، لاهور، کراچۍ، پېښور او ګڼ نورو کوچنیو او لویو ښارونو کې د عمران خان د ګوند پلویان لارو_کوڅو ته راوتلی، لارې یې تړلی او یو شمېر حکومتی ځایونو او وسایطو ته یې اورونه اچولی.
د پاکستانۍ رسنیو د خبر له مخې حکومت په موقت ډول د فېسبوک، تویټر او یوټوب پر فعالیت هم بندیز لګولی دی.
د عمران خان د حکومت په دوران کې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی په یو ویډیویی پیغام کې له خپلو ټولو پلویانو د لاریونونو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې خپله به هم ډېر ژر د اسلام آباد پر لور حرکت وکړی.
د رسنیو د راپورونو له مخې د عمران خان قهرجنو پلویانو د لاهور د قول اردو د قوماندان کور ته هم اور اچولی دی.
رسنۍ وایی، نن ورځ دغه هېواد کې ټولې تعلیمی ادارې تړل شوی او سیاسی وضعیت کړکېچن ښودل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.