کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۷مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد پۀ شمال کې د واورې ښویېدو له امله ۱۱ تنه ځایی کوچیان مړه شوی، چې یو پۀ کې څلور کلن ماشوم هم دی.
د خبر له مخې واوره هغه مهال وښویېده، چې یو شمېر کسان د شونټر تنګی له لارې د وزو له رمې سره تېرېدل.
په دغه پېښه کې ۲۵ تنه نور ټپیان شوی او د ژغورنې عملیات لا هم روان دی.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف پېښه کې پر مړو شویو خلکو خواشینی ښودلې.
ده ویلی چې د واورې ښویېدو پېښې د اقلیمی بدلون له امله ډېرې شوې دی.
دا پېښه پرون سهار وختی په هغه تنګی کې شوې ده، چې د ګیلګت بلتستان استور ولسوالی له ګاونډی د پاکستان تر واک لاندې آزاد کشمیر سره نښلوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ