معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۲۲ تنو ته ورسېد

پاکستان کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۲۲ تنو ته ورسېد

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر  له مخې پاکستان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې په دغه هېواد کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۲۲ تنه مړه شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

جیو نیوز د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې په حواله راپور ورکړی، چې دغه کسان د سختو بارانونو له امله په بېلابېلو پېښو کې؛ لکه د ځمکې ښویېدو، د کورونو د چتونو راپرېوتو، سېلابونو او تالندې له امله مړه شوي دي.

پاکستان کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې زیاته کړې، چې په دغو پېښو کې ۳۲ تنه ټپيان شوي، ۲۶۳ کورونه او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه، لسګونه پلونه او لسګونه کيلومتره سړکونه هم ويجاړ شوي دي.

په وروستیو ورځو کې د هند او پاکستان په ګډون په یو شمیر اسیايي هېوادونو کې سخت موسمي بارانونه وریږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس