کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستان کې د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلی، چې په دغه هېواد کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۲۲ تنه مړه شوی او لسګونه نور ټپیان دی.
جیو نیوز د پاکستان د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې په حواله راپور ورکړی، چې دغه کسان د سختو بارانونو له امله په بېلابېلو پېښو کې؛ لکه د ځمکې ښویېدو، د کورونو د چتونو راپرېوتو، سېلابونو او تالندې له امله مړه شوی دی.
پاکستان کې د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې زیاته کړې، چې په دغو پېښو کې ۳۲ تنه ټپیان شوی، ۲۶۳ کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه، لسګونه پلونه او لسګونه کیلومتره سړکونه هم ویجاړ شوی دی.
په وروستیو ورځو کې د هند او پاکستان په ګډون په یو شمیر اسیایی هېوادونو کې سخت موسمی بارانونه وریږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ