معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / پاکستان کې د ټاکنیزو درغلیو تر ادعاوو وروسته له تاوتریخوالي ډک لاریونونه روان دي

پاکستان کې د ټاکنیزو درغلیو تر ادعاوو وروسته له تاوتریخوالي ډک لاریونونه روان دي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۳ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان پلویانو د ټاکنو په بهیر کې د درغلو تر ادعا وروسته لاریونونه پیل کړي.

رسنۍ وایي، د پاکستان په راولپنډۍ او لاهور کې دغو لاریونوالو سره پولیسو له تاوتریخوالي ډک چلند کړی دی.

پولیسو ډېری ښارونو کې د هغو لاریونوالو د تیت – پرک کولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار اخیستی، چې په تاکنیز بهیر کې یې د پراخو درغلیو ادعا کړې ده.

د عمران خان د ګوند غړي وایي، دوی ټاکنو کې دوه پر درېیمه اکثریت رایي ګټلې دي.

که څه هم د تحریک انصاف ګوند مستقیماً په ټاکنو کې له ګډونه منع شوی و، خو د دې ګوند غړیو د خپلواکو کاندیدانو په توګه وکولای شول چې د پاکستان د ملي اسامبلې د ۲۶۶ څوکیو ۱۰۱ یې خپلې کړي.

د پاکستان د بل پخواني لومړي وزیر نوازشریف په مشرۍ مسلم لیګ نواز ګوند ۷۵ څوکۍ ګټلي او ورپسې د پاکستان پیپلز ګوند د ۵۴ څوکیو په ګټلو سره درېیم ځای خپل کړی دی.

د راپور له مخې، که د مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوندونه سره ایتلاف هم وکړي، نه شي کولای چې د یوه حکومت د جوړولو لپاره ټاکلی حد پوره کړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس