کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د پخوانی لومړی وزیر عمران خان پلویانو د ټاکنو په بهیر کې د درغلو تر ادعا وروسته لاریونونه پیل کړی.
رسنۍ وایی، د پاکستان په راولپنډۍ او لاهور کې دغو لاریونوالو سره پولیسو له تاوتریخوالی ډک چلند کړی دی.
پولیسو ډېری ښارونو کې د هغو لاریونوالو د تیت – پرک کولو لپاره له اوښکې بهوونکی ګاز څخه کار اخیستی، چې په تاکنیز بهیر کې یې د پراخو درغلیو ادعا کړې ده.
د عمران خان د ګوند غړی وایی، دوی ټاکنو کې دوه پر درېیمه اکثریت رایی ګټلې دی.
که څه هم د تحریک انصاف ګوند مستقیماً په ټاکنو کې له ګډونه منع شوی و، خو د دې ګوند غړیو د خپلواکو کاندیدانو په توګه وکولای شول چې د پاکستان د ملی اسامبلې د ۲۶۶ څوکیو ۱۰۱ یې خپلې کړی.
د پاکستان د بل پخوانی لومړی وزیر نوازشریف په مشرۍ مسلم لیګ نواز ګوند ۷۵ څوکۍ ګټلی او ورپسې د پاکستان پیپلز ګوند د ۵۴ څوکیو په ګټلو سره درېیم ځای خپل کړی دی.
د راپور له مخې، که د مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوندونه سره ایتلاف هم وکړی، نه شی کولای چې د یوه حکومت د جوړولو لپاره ټاکلی حد پوره کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ