معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان کې د پولیو مثبتې پېښې زیاتې شوي

پاکستان کې د پولیو مثبتې پېښې زیاتې شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په پاکستان کې د پولیو یا ګوزڼ پېښو په اړه تازه خپرې شوې شمېرې ښيي، چې په ۲۰۲۴ کال کې په دې هېواد د پولیو په مثبتو پېښو کې زیاتوالی راغلی.

د وروستیو شمېرو له مخې، تېر کال پاکستان کې ۶۸ ماشومان په ګوزڼ اخته شوي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۳ کال کې یوازې ۶ پېښې ثبت شوې وې.

په تېر زېږدیز کال کې یاده ناروغي د پاکستان هغو سیمو ته هم خپره شوې، چې مخکې د پولیو څخه خوندي ګڼل کېده.

په پلازمېنه اسلام‌ اباد کې له لسو کلونو وروسته د پولیو یوه پېښه ثبت شوه او په پنجاب ایالت کې درې کاله وروسته یو ماشوم په دې ناروغۍ اخته شوی.

پولیو یا ګوزڼ چې تر ډېره یې قربانیان ماشومان وي، له پاکستان او افغانستان پرته په ټوله نړۍ کې له منځه تللې ده.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس