پاکستان کې د پولیو مثبتې پېښې زیاتې شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په پاکستان کې د پولیو یا ګوزڼ پېښو په اړه تازه خپرې شوې شمېرې ښیی، چې په ۲۰۲۴ کال کې په دې هېواد د پولیو په مثبتو پېښو کې زیاتوالی راغلی.

د وروستیو شمېرو له مخې، تېر کال پاکستان کې ۶۸ ماشومان په ګوزڼ اخته شوی، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۳ کال کې یوازې ۶ پېښې ثبت شوې وې.

په تېر زېږدیز کال کې یاده ناروغی د پاکستان هغو سیمو ته هم خپره شوې، چې مخکې د پولیو څخه خوندی ګڼل کېده.

په پلازمېنه اسلام‌ اباد کې له لسو کلونو وروسته د پولیو یوه پېښه ثبت شوه او په پنجاب ایالت کې درې کاله وروسته یو ماشوم په دې ناروغۍ اخته شوی.

پولیو یا ګوزڼ چې تر ډېره یې قربانیان ماشومان وی، له پاکستان او افغانستان پرته په ټوله نړۍ کې له منځه تللې ده.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.