کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۳۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پولیو ویروس نهه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د خبر پر بنسټ وروستۍ پېښه د خېبر پښتونخوا په هنګو ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.
د دغه هېواد د روغتیايي مسوولینو په وینا د خېبر پښتونخوا په هنګو کې د ګوزڼ د وروستۍ پېښې له ثبتېدو سره تر اوسه پورې د پاکستان د سیند ایالت د کیماړي ولسوالۍ او حیدرآباد په ګډون د ۵۱ ولسوالیو څخه له ۲۱۵ زیات نمونو کې د پولیو ویروس موندل شوی دی.
د مسوولینو په وینا پر دې سربېره د جامشورو، چمن، پښین او لاهور په ځینو نمونو کې هم د پولیو ویروس موندل شوی دی.
د پاکستاني چارواکو په وینا په دغه هېواد کې تر دې دمه نهه ماشومان د ګوزڼ په ویروس اخته شوي، چې تېره ورځ د بلوچستان په ژوب ولسوالۍ کې یونیم کلن ماشوم د پولیو ناروغۍ له امله په پښو شل شو.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/