پاکستان کې د پولیو ویروس نهه مثبتې پېښې ثبت شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۳۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستانی رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پولیو ویروس نهه مثبتې پېښې ثبت شوې دی.

د خبر پر بنسټ وروستۍ پېښه د خېبر پښتونخوا په هنګو ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

د دغه هېواد د روغتیایی مسوولینو په وینا د خېبر پښتونخوا په هنګو کې د ګوزڼ د وروستۍ پېښې له ثبتېدو سره تر اوسه پورې د پاکستان د سیند ایالت د کیماړی ولسوالۍ او حیدرآباد په ګډون د ۵۱ ولسوالیو څخه له ۲۱۵ زیات نمونو کې د پولیو ویروس موندل شوی دی.

د مسوولینو په وینا پر دې سربېره د جامشورو، چمن، پښین او لاهور په ځینو نمونو کې هم د پولیو ویروس موندل شوی دی.

د پاکستانی چارواکو په وینا په دغه هېواد کې تر دې دمه نهه ماشومان د ګوزڼ په ویروس اخته شوی، چې تېره ورځ د بلوچستان په ژوب ولسوالۍ کې یونیم کلن ماشوم د پولیو ناروغۍ له امله په پښو شل شو.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.