کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال وایی، په دغه هېواد کې وروستیو لاریونونو او بې ثباتۍ له ګڼو ستونزو سره مخ کړی.
دوی زیاتوی، چې په دغه هېواد کې پر افغان کډوالو محدودیتونه هم زیات شوی او د نیولو او بد چلند له وېرې نه شی کولای، چې له خپلو کورونو بهر ووځی.
د افغان حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت تازه په دې اړه څه نه دی ویلی، خو تېره ورځ د یاد وزارت سرپرست په بهرنیو، په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره پر بد چلند نیوکه وکړه او له یادو هېوادونو څخه یې وغوښتل، چې له افغان کډوالو سره له بد چلنده ډډه وکړی.
پاکستان او ایران هغه هېوادونه دی چې دې وروستیو کې یې افغان کډوال له سرخوږی سره مخ کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ