معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان کې سیاسي ګوندونو د نويو پوځي عملیاتو پیلولو سره مخالفت څرګند کړی

پاکستان کې سیاسي ګوندونو د نويو پوځي عملیاتو پیلولو سره مخالفت څرګند کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۴مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په دغه هېواد کې د حکومت ضد سیاسي ګوندونو د لومړي وزیر شهباز شریف د هغه پرېکړې مخالفت کړی، چې د سخت دریځۍ پر ضد به نوي پوځي عملیات پیل کړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړو پرون یکشنبه د جون پر ۲۳مه د ملي اسمبلۍ مخې ته راټول شوي وو او پر حکومت یې نیوکې کړې، چې د نوي پوځي عملیاتو په اړه ورته د خبرو فرصت نه دی ورکړل شوی.

د ګوند مشر بیرسټر ګوهر ویلي، له دې وړاندې به هېواد کې د پوځي عملیاتو پېلېدو په اړه پارلمان کې رایه اچول کېده، خو دا ځل پرته له دې چې پارلمان څه پرېکړه وکړي حکومت خپله پرېکړه اعلان کړې ده.

د دوی په خبره د پارلمان له پرېکړې پرته ورته هېڅ ډول پوځي عملیات د منلو وړ نه دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس