پاکستان کې سیاسی ګوندونو د نویو پوځی عملیاتو پیلولو سره مخالفت څرګند کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۴مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستانی رسنیو راپور ورکړی، چې په دغه هېواد کې د حکومت ضد سیاسی ګوندونو د لومړی وزیر شهباز شریف د هغه پرېکړې مخالفت کړی، چې د سخت دریځۍ پر ضد به نوی پوځی عملیات پیل کړی.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړو پرون یکشنبه د جون پر ۲۳مه د ملی اسمبلۍ مخې ته راټول شوی وو او پر حکومت یې نیوکې کړې، چې د نوی پوځی عملیاتو په اړه ورته د خبرو فرصت نه دی ورکړل شوی.

د ګوند مشر بیرسټر ګوهر ویلی، له دې وړاندې به هېواد کې د پوځی عملیاتو پېلېدو په اړه پارلمان کې رایه اچول کېده، خو دا ځل پرته له دې چې پارلمان څه پرېکړه وکړی حکومت خپله پرېکړه اعلان کړې ده.

د دوی په خبره د پارلمان له پرېکړې پرته ورته هېڅ ډول پوځی عملیات د منلو وړ نه دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.