معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان کې یو افغان موټر چلوونکی وژل شوی

پاکستان کې یو افغان موټر چلوونکی وژل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۵ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې دوه ورځې وړاندې د پنجاب د اوکاړې په دیپالپور سبزي منډۍ سیمه کې یو افغان موټر چلونکی وژل شوی دی.
پاکستان کې د افغان سفارت دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څخه یې په دغه برخه کې د هر راز پلټنې غوښتنه کړې.
سفارت ویلي چې دوی له پېښې تر خبرېدو سمدستي په پاکستان کې ‏د افغان ټرانسپورټ اتحادیې له غړو سره اړیکې نیولې او هغوی ته یې سپارښتنه کړې چې وژل شوی جسد خپلو وارثینو ته ورسوي او په دغه برخه کې یې کورنۍ سره هر راز همکاري ترسره کړي.
که څه هم تر دا دمه د دغې پېښې علت نه دي معلوم شوی، خو افغان سفارت وایي، له اړوندو ادارو یې غوښتي چې د دغه ډول پېښو د بیا نه تکرار او عاملینو ته د سزا ورکولو په موخه هر اړخیزه پلټنه وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس