کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۵ مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو د راپور له مخې دوه ورځې وړاندې د پنجاب د اوکاړې په دیپالپور سبزی منډۍ سیمه کې یو افغان موټر چلونکی وژل شوی دی.
پاکستان کې د افغان سفارت دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څخه یې په دغه برخه کې د هر راز پلټنې غوښتنه کړې.
سفارت ویلی چې دوی له پېښې تر خبرېدو سمدستی په پاکستان کې د افغان ټرانسپورټ اتحادیې له غړو سره اړیکې نیولې او هغوی ته یې سپارښتنه کړې چې وژل شوی جسد خپلو وارثینو ته ورسوی او په دغه برخه کې یې کورنۍ سره هر راز همکاری ترسره کړی.
که څه هم تر دا دمه د دغې پېښې علت نه دی معلوم شوی، خو افغان سفارت وایی، له اړوندو ادارو یې غوښتی چې د دغه ډول پېښو د بیا نه تکرار او عاملینو ته د سزا ورکولو په موخه هر اړخیزه پلټنه وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ