معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان کې ۱۰۸ تنه په ډینګي ناروغۍ اخته شوي

پاکستان کې ۱۰۸ تنه په ډینګي ناروغۍ اخته شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۳۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په پنجاب ایالت کې شاوخوا ۱۰۸ کسان د ډینګي تبې په ناروغۍ اخته شوي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې په تېرو دوو ورځو کې د راولپنډۍ ښار بېلابېلو روغتونونو ته د ډینګي تبې ۷۰۶ کسان ورغلي، چې له ډلې یې د ۱۰۸ کسان ټېسټ مثبت و.

د راولپنډۍ د یوه روغتون ډاکټرانو ویلي، د ۲۰۲۴ کال له پیله تر اوسه په دغه ښار کې ۳زره ۲۰۳ تنه د ډینګي تبې په ناروغۍ اخته شوي، چې پنځه تنه یې مړه شوي دي.

د ډینګي تبه یوه ویروسي ناروغي ده، چې د ډینګي پر ویروس ککړو میاشو له لارې انسان ته لېږدول کیږي.
ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس