پاکستان کې ۱۰۸ تنه په ډینګی ناروغۍ اخته شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۳۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستانی رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په پنجاب ایالت کې شاوخوا ۱۰۸ کسان د ډینګی تبې په ناروغۍ اخته شوی دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې په تېرو دوو ورځو کې د راولپنډۍ ښار بېلابېلو روغتونونو ته د ډینګی تبې ۷۰۶ کسان ورغلی، چې له ډلې یې د ۱۰۸ کسان ټېسټ مثبت و.

د راولپنډۍ د یوه روغتون ډاکټرانو ویلی، د ۲۰۲۴ کال له پیله تر اوسه په دغه ښار کې ۳زره ۲۰۳ تنه د ډینګی تبې په ناروغۍ اخته شوی، چې پنځه تنه یې مړه شوی دی.

د ډینګی تبه یوه ویروسی ناروغی ده، چې د ډینګی پر ویروس ککړو میاشو له لارې انسان ته لېږدول کیږی.
ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.