معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / پاکستان یو وار بیا د افغان کډوالو د نیونې لړۍ پیل کړه

پاکستان یو وار بیا د افغان کډوالو د نیونې لړۍ پیل کړه

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستان کې مېشتې افغان کورنۍ او د کډوالو شورا ویلي، د دغه هېواد حکومت له پرون راهیسې کابو ۸۰ افغان کډوال نیولي دي.

د خبر پر بنسټ دا افغانان هغه مهال نیول شوي، چې د اسلام اباد د DC په نوم دفتر ته د راجسټر کارتونو او NOC  د ترلاسه کولو لپاره تللي وو.

اسلام آباد کې افغان کډوالو رسنیو ته ویلي، چې پولیسو یې ژوند ډېر تریخ کړی دی.

بل لور داسې راپورونه هم ورکړل شوي، چې دې وروستیو کې د ویزو د تمدید پروسه هم بنده شوې، چې له امله یې ګڼ کډوال سختو ستونزو سره مخ دي.

افغان حکومت تازه د پاکستان دې اقدام په تړاو څه نه دي ویلي، خو تېر کې یې د پاکستان حکومت دغه کړنې د نړیوالو اصولو او ښه ګاونډتوب خلاف بللې وې.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس