کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستان کې مېشتې افغان کورنۍ او د کډوالو شورا ویلی، د دغه هېواد حکومت له پرون راهیسې کابو ۸۰ افغان کډوال نیولی دی.
د خبر پر بنسټ دا افغانان هغه مهال نیول شوی، چې د اسلام اباد د DC په نوم دفتر ته د راجسټر کارتونو او NOC د ترلاسه کولو لپاره تللی وو.
اسلام آباد کې افغان کډوالو رسنیو ته ویلی، چې پولیسو یې ژوند ډېر تریخ کړی دی.
بل لور داسې راپورونه هم ورکړل شوی، چې دې وروستیو کې د ویزو د تمدید پروسه هم بنده شوې، چې له امله یې ګڼ کډوال سختو ستونزو سره مخ دی.
افغان حکومت تازه د پاکستان دې اقدام په تړاو څه نه دی ویلی، خو تېر کې یې د پاکستان حکومت دغه کړنې د نړیوالو اصولو او ښه ګاونډتوب خلاف بللې وې.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ