پاکستان یو وار بیا د افغان کډوالو پر وړاندې چلند سخت کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال شکایت کړی، چې اسلام ‌آباد کې یو ځل بیا د کډوالو پر وړاندې محدودیتونه زیات شوی دی.

دوی د سرپرست افغان حکومت ترڅنګ د کډوالو له ملاتړو بنسټونو او د پاکستان له حکومته غوښتی، چې د کډوالو ستونزو ته جدی پاملرنه وکړی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان  IOM  په خپل اونیز راپور کې ویلی، چې یوازې په تېره یوه اونۍ کې له تورخم، سپین ‌بولدک، انګور اډې، ډند پټان او غلام خان بندرونو څخه تر ۳۱ زرو زیات افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوی دی.

د روانو چارو څارونکو په باور کډوالو پر وړاندې د محدودیتونو زیاتوالی نه یوازې د هغوی ژوند له ستونزو سره مخ کوی، بلکې د بشری حقونو د نقض اندېښنې هم راپاروی دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.