پاکستان یو ځل بیا پر تازه مېوو بار موټرې تورخم کې درولی

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تازه مېوو یو شمېر سوداګر وایی، تورخم دروازه کې یو ځل بیا پر تازه مېوو بار افغان لاریو ته پاکستانی لوری اجازه نه ورکوی، چې له کرښې واوړی.
دوی وایی، له تېرو درې ورځو راهیسې یې موټرې پر انګورو بار ولاړې دی، خو پاکستان په دې بهانه چې دا انګور د افغانستان نه، بلکې د تاجکستان دی، د اوښتو اجازه نه ورکوی.
بل لور ته د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې یو مسوول خان جان الکوزی هم تایید کړې، چې دوی خپلو سوداګرو ته تصدیقونه هم ورکوی، خو بیا هم پاکستانی لوری اجازه نه ورکوی.
وروسته له هغه چې د سپټمبر په شپږمه نېټه د افغان او پاکستانی پوله ساتو ترمنځ نښته وشوه، دا درېیم ځل دی چې پاکستان پر تازه مېوو او سبزیجاتو بار موټرې په بېلابېلو پلمو دروی او پرمخ یې د تورخم دروازه تړی.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.