ګهیځ: نن یکشنبه (د مرغومی ۱۹مه) د پاکستان حکومت وایی چې دوی د شاوخوا ۱.۲ میلیونه افغانانو د تثبیت چارې پیل کړې وی او د دوی معلومات یې نوی کړی دی.
د سرچینې په خبره د کډوالو د تثبیت په لړ کې یې شاوخوا ۷۰۰ زره افغان کډوالو ته نوی کارټونه وېشلی دی.
بلخوا د کډوالو نړیوالې ادارې هم ویلی چې له پاکستان سره یې په دې چاره کې مرسته کړې ده، څو په افغان کډوال وکولی شی د ژوند اسانتیاوو ته په اسانۍ لاسرسی ولری.
د سرچینې په خبره دا ځیرک کارټونه دی چې د افغان کډوالو ځای ځایګی ښیی او نړیوالې مرستندویه موسسې به وکړی شی چې پر وخت له دغه کسانو سره د روغتیایی او نورو اړینو توکو مرسته وکړی.
گهیځ