کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اغاخان پراختیایی شبکې اعلان کړی، چې د اسماعلیه وو مذهبی مشر او د لویې شتمنۍ خاوند کریم اغا خان د پرتګال په پلازمېنه لېزبون کې د ۸۸ کلونو په عمر ومړ.
اغا خان د اسماعلیهو ۴۹ مؤرثی امام و او د خپلو پراختیایی فعالیتونو او د اسونو د سیالیو له امله یې نړیوال شهرت درلود.
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د کریم اغا خان مړینه یوه ستره ضایعه بللې ده.
نوموړی پر خپل اېکس لیکلی، افغانان به د هېواد بیارغونې، د تاریخی ودانیو د مرمت او د کلتوری تاسیساتو د جوړولو په برخو کې د اغا خان ارزښتناک خدمتونه هېر نه کړی.
کریم اغا خان د خپلو پراختیایی شبکو له لارې د روغتیا، تعلیم او کلتوری میراث ساتنې په برخو کې ګڼې مرستې کړی، چې د افغانستان په ګډون یې د مختلفو هېوادونو کې د خلکو ژوند ته د بدلون ورکولو هڅه کوله.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ