ټاکل شوې ده چې دوه ورځې وروسته(د وری په ۲۴مه) د ګاونډی هېواد ازبکستان په سمرقند ښار کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادو د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په اړه سره ناسته وکړی او د افغانستان پر روانو حالاتو سر بېره، له دې هېواد سره د ګاونډیو هېوادو پر اړیکو هم بحث او خبرې وکړی.
اټکل کېږی چې پدې ناسته کې به چې د ایران، چین، روسیې، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان د سیاسی وضعیت، له ګاونډیانو سره ددغه هېواد د اړیکو او ګڼو نورو اړونده مسایلو بحث کېږی.
دا او دې ته ورته نورې ناستې پدې هم افغانستان ته مهمې دی چې له سیمې او نړۍ سره د افغانستان پر اړیکو او راشه درشه خورا زیات اغېز لری او پدې لاره کې مؤثر ګامونه پورته کولای شی. که څه هم ددې کرښو تر لیکلو مشخصه نده چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادو پدې ناسته کې به د افغانستان استازی هم ګډون ولری که نه؟، خو پدې ډول ځینو تېرو ناستو کې د افغانستان د حکومت استازی ګډون درلود او له ګاونډیانو سره یې د اړیکو په تړاو تل د افغانستان د حکومت رسمی دریځ څرګند کړی دی.
جوته خبره ده چې د نړۍ یو هېواد هم له خپلو ګاونډیانو او د سیمې او نړۍ له هېوادو سره له ډیپلوماتیکو اړیکو او سیاسی او سوداګریزې راشه درشې پرته نشی کولای په یوازې توګه او ځان ته ژوند وکړی او له ټولو اړیکو پرته، ځان ته ځانګړی او ګوښه پاتې شی.
دا چاره که په تېر کې ممکنه وه هم، په اوسنی عصر کې چې د ټکنالوژۍ پر مټ نړۍ د یوه کلی بڼه غوره کړې ګرانه شوې او آن تقریباً ناممکنه ګرځېدلې ده، ځکه خو هر هېواد په همدې هڅه کې دی تر څو د سیمې او ګاونډ له لرې او نژدې هېوادونو سره ښې اړیکې ولری او له هغوی سره راشه درشه او روابط پر یوه معقول محور را وڅرخوی.
افغانستان چې د آسیا په زړه کې په وچه پورې محدود یو هېواد دی متأسفانه په تېرو پرله پسې لسیزو کې یې د بېلابېلو لاملونو په وجه چې په سر کې یې زمونږ د خپلو واکمنو رژیمونو ناکام سیاست او د سیمې او نړۍ د قدرتونو له خوا زمونږ د بهرنۍ پالیسۍ د اساسی کرښو ټاکلو ځای درلود، د سیمې او ګاونډ له هېوادونو سره نا متوازنې اړیکې درلودې او همدا لامل هم ؤ چې ګاونډیانو او د سیمې هېوادونو هر یوه هڅه درلوده تر څو زمونږ سره په اړیکو کې خپلې یو اړخیزې ګټې ولټوی او زمونږ سره اړیکې هم پر همدې محور را وڅرخوی.
په تېرو څه د پاسه شلو کلونو کې چې دلته د جمهوریت تر نامه لاندې زمونږ د داخلی او خارجی سیاست اساسی کرښې نورو راته ټاکلې او له کورنۍ او اقتصادی سیاست څخه نیولې بیا تر بهرنی سیاست او له نورو هېوادو سره زمونږ د اړیکو تر بڼې پورې هر څه د نورو په خوښه ټاکل کېدل، متأسفانه زمونږ د ګاونډ ځینو هېوادو او په تېره هم ایران او پاکستان ناوړه ګټه پورته کړه او هغه د چا خبره دلته یې خپل آسونه چاغ کړل.
جوته خبره ده چې دا هر څه پر افغانستان د حاکمې سیاسی فضا او دلته د شته تر پنځوسو زیاتو نړیوالو هېوادو له خوښې پرته ممکن نه ؤ او زمونږ د هغه وخت واکمن هم له یوې خوا مجبور وو تر څو پر هغو کرښو تګ راتګ وکړی چې بهرنیو دوستانو یې ورته ټاکلې وې او له بلې خوا یې هم خپلو لنډ مهاله ګټو ته د هېواد او ولس پر اساسی او تل پاتې ګټو ترجیح ورکوله.
بل خوا په کور د ننه د هر اړخیز فساد شتون او په بېلابېلو برخو کې په تېره بیا د سوداګرۍ، اقتصاد او سیاست په اړخونو کې د هېواد او ولس د ملی منافعو شاته غورځول کېدل هم د دې سبب شوی ؤ تر څو هېواد مو په هر ډګر کې وروسته پاتې شی او آن د خپلو پر ځای د پردیو د ګټو د ساتنې په موخه کار وشی.
که څه هم تر اوسه مو هم هېواد او ولس د سیاست، اقتصاد او ځینو نورو برخو کې له یو شمېر ستونزو او نا خوالو سره لاس او ګرېوان دی، خو دا هم جوته ده چې که د تېرو ترخو تجربو بیا تکرار ته زمینه برابره نشی، له تېرو نا خوالو او پردی پالنې د عبرت درس واخیستل شی او پرېنښودل شی چې زمونږ د بهرنی سیاست او اقتصادی پالیسیو سرې کرښې نور هېوادونه او په تېره بیا ګاونډیان راته وټاکی، یقینی خبره ده چې هېواد به مو د سیاسی او اقتصادی سمسورتیا او رغونې په لور ګام واخلی.
دا هم له شک وتلې خبره ده چې هر هېواد د خپل بهرنی سیاست او له نورو هېوادو سره د خپلو اړیکو سرې کرښې د خپلو ملی مصلحتونو او ملی ګټو په اساس ټاکی او دا هغه څه دی چې متأسفانه زمونږ هېواد او ولس له اوږدو کلونو را پدېخواه ترې محروم پاتې شوی دی.
اوس که زمونږ واکمن پدې برخه کې له تېرو ترخو تجربو څخه په عبرت اخیستنې سره دغه مسایلو ته پام وکړی، نه یوازې د ګاونډ له څو هېوادونو سره، چې له ټولې نړۍ سره به په یوه سوله ییزه فضا او د مساوی حقونو په چوکاټ کې ژوند او راشه درشه ولری او ولس او هېواد به مو له ګڼو نا خوالو ژغورلی وی. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ