پرله پسې وسله وال بریدونه‎؛ کابل یو ځل بیا د سیاسی او پوځی نا آرامۍ ښکار!

 

تېره جمعه تر یوې اوږدې آرامۍ وروسته یو ځل بیا مو هېواد وال په پلازمینه کابل کې په یوه ورځ د دوه وسله والو ترهګریزو بریدونو شاهدان وو.

لومړی یې د یوه سیاسی او جهادی مشر هستوګنځی او کاری دفتر ته نژدې پر هغه جومات وسله وال برید و چې دغه سیاسی مشر پکې د جمعې لمونځ ترسره کوی او تر هغې وروسته دوهم برید مازدیګر مهال په کابل کې د ګاونډی هېواد پاکستان د سفارت پر سرپرست وسله وال برید.

که څه هم په دواړو یادو شویو بریدونو کې چا ته ډېر زیان و نه رسید او خاصه مرګ ژوبله یې نه درلوده، خو لدې اړخه چې دواړه په نښه شوی شخصیتونه، له سیاسی او ډیپلوماتیک اړخه خورا مهم بلل کېږی، په یوه ورځ پر دواړو برید، د خلکو سره اندېښنې را وپارولې.

دا اندېښنې یوازې تر رسنیو او ډیپلوماتیکو کړیو پورې هم محدودې نه وې، بلکې د خلکو په عامه اذهانو کې هم یو ډول ویره او ترهه خوره شوه. عامو خلکو داسې و انګیرله چې د پخوا په شان یو ځل بیا د هېواد پلازمینه د پراخو بد امنیو او بریدونو شاهده نه وی او د تېر جمهوریت هغه پېښې دلته تکرار نشی چې د ټولو هېواد والو او په تېره بیا د پلازمینې اوسېدونکو زړه او ذهن یې نا آرامه کړی وو.

جوته ده یو هېواد او مملکت لکه افغانستان چې څلور لسیزې د جګړې په لمبو کې سوزی او د خپلو او پردیو د شومو توطیو په لومه کې ښکېل وی، هغه ته به ګرانه وی چې وکولای شی دومره ژر دې له دغو توطیو او دسیسو څخه ځان وژغوری، خو ددې ټولو سره باید افغان حکومت او چارواکی باید ددې ډول بریدونو هغه ملی او سیمه ییزو زیانونو او خطرونو ته متوجه وی چې ترې پېښېدای شی.

د افغانستان له حالاتو با خبره کسان او سیاستوال چې په تېرو څلورو لسیزو کې پدې هېواد کې د روانې بدمرغې جګړې او غمیزو اړخونه پېژنی، پدې خبره یې اوس سر خلاص دی چې د افغان کړکیچ یو تریخ باب دلته روانه د سیمی او ګاونډیو هېوادو د ګټو هغه نیابتی جګړه ده چې متأسفانه یاد هېوادونه یې د افغانستان پر خاوره او ددې ځای د خلکو پر ککریو وړاندې بیایی.

په تېرو څلورو لسیزو کې چې دلته څه تېر شول او لا هم روان دی، بېلابېل اړخونه او ورسره نا خوالې یې یو اوږد داستان دی چې شاید دا کرښې د هغې ټولو د انعکاس او ورباندې د خبرو توان و نه لری، اما هغه څه چې پدې منځ کې مهم برېښی او لازمه ده چې په همدې اوسنی پړاو کې ورته پاملرمنه وشی، زمونږ د ځینو ګاونډیانو په ګډون د سیمې او نړۍ د ګڼو هېوادو سیاسی او تجارتی رقابتونه دی چې که وغواړو که نه افغانستان هم پکې ښکیل دی او ترې مستثنی کېدای نشی.

اما دا چې افغانستان او افغانان باید پدې منځ کې څه ډول خپلې ملی او وطنی ګټې وساتی تر څو نه یوازې ګاونډیانو ته ضرر و نه رسېږی، بلکې هر هېواد د یوه مستقل او خپلواکه دولت په درلودو سره خپلې ملې ګټې وپالی او د نورو مشروع ګټو ته درناوی وکړی، دا هغه څه دی چې افغان چارواکی باید ورته پام وکړی.

که څه هم تر اوسه نده په ډاګه شوې چې په کابل کې د پاکستان د سفارت پر سرپرست باندې د جمعې د ورځې په وسله وال برید کې څوک لاس لری او موخه یې څه وه، اما تېرو ترخو تجربو ته په کتو او په سیمه او ګاونډ کې د سیاسی او سوداګریزو ګټو پر سر د هېوادونو تر منځ له شته رقابتونو او سیالیو څخه دا اټکل کېدای شی چې دا برید دې هم د پخوا په څېر د سیمه ییزو ګټو پر سر د ګاونډیو او لیرې نژدې هېوادو د سیاسی، سوداګریزو او اقتصادی رقابتونو او سیالیو پایله وی.

ځکه نو تېر ته په کتو افغان دولت او چارواکو ته په کار ده تر څو یوې خوا ته د سیمې او ګاونډ د هېوادونو تر منځ د اړیکو توازن ته د افغانستان او افغانانو د ملی ګټو په تناظر سره جدی پاملرنه وکړی او بل خوا په خپل کور کې د سیمې او ګاونډ د هېوادو د سیاسی او ډیپلوماتیکو استازو د امنیت خوندیتوب ته هم پاملرنه وکړی.

همدارنګه په کور د ننه د هستوګنو افغان سیاسی او جهادی مشرانو خوندیتوب، هغه بله جدی موضوع ده چې باید د افغانستان د اوسنی حکومت مشران او امنیتی مسؤولین ورته همدومره پاملرنه وکړی لکه د بهرنیو هېوادو د ډیپلوماتیکو شخصیتونو او نماینده ګیو خوندیتوب ته یې چې کوی.

د افغانستان هر حکومت لکه څه ډول چې دلته د بهرنیو هېوادو د ډیپلوماټیکو استازو د خوندیتوب لپاره د اړینو ګامونو په پورته کولو مکلف دی، همداسې د ټولو افغان وګړو او سیاسی شخصیتونو د خوندیتوب لپاره د لازمو اقداماتو او تدابیرو په ترسره کولو هم مکلف دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.