کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۲ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د ۳۱۳ مرکزی قول اردو د ۲۲۱ شهید آفتاب فرقې اړوند د پروان دوهمې لېوا سرتېرو د پروان ولایت سالنګ ولسوالۍ اړوند سیمه کې د نظام د بغاوتګرو پر پټنځای عملیات تر سره کړل، چې په پایله کې یې د بغاوتګرو د یو قوماندان اکمل امیری په ګډون اته تنه ووژل شول.
د دوهمې پلې لواء ویاند قاری صفت الله یاسر وایی، په عملیاتو کې ۱ میل راکټ٫ ۲ پیکاوې٫ ۴ کلاشینکوف، ۲ کارمیلې او ۱ د شپې لیدلو دوربین د حکومت لاس ته لویدلی.
چارواکو ویلی، چې په دغو عملیاتو کې د دوی لوری ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ